ایکنا د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې دعمومی اړیکو له قوله راپور راکړ،د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې دعلومو انساني او اسلامی معارفود ترجمې او خپرونې د منظمونکي مرکز مشر احسان الله حجتي د تهران د کتاب دڅلور دیرشم نړیوال نندارتون ددغه مرکز شتون ته په پام سره ووئيل،د خپرونې او ترجمې دمنظمونکي مرز په سټال کې په وړاندې شوو کتابونو په ټولګې کې د مرکز دملاتړ وړ کتابونو نمونې چې د ایران د اسلامی جمهوریت دکلتوري نمایندګیو په وسیله او د بهرنیو ناشرانو له لارې په وروستیو یوه کال کې په مختلفو ژبو ترجمه، چاپ او ویشل شوي او همداراز د نورو خپرو شوو کتابونو ټولګه پکې شامله ده چې د مخاطبانو نندارې ته وړانډې شوي دي.
هغه ددغه مرکز دمخاطبانو لپاره د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادراې په نورو برخو کې خپرو شوو آثارو ته په اشارې سره ووئيل، د ا دارې د مختلفو برخو دکتابونو ټولګه چې د الهدی نړیوالې خپروئې، د تبلیغ د نړیوال مرکز او د کلتوری مطالعاتو او نړیوالو اړیکو د مرکز پشمول خپره شوي ، په دغه سټال کې وړاندې کیږي.